مرکزي بانک ۲۵ميليونه ډالر د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه د ليلام په ډول پلوري

  د یاد بانک له خوا په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، د افغانستان بانک د روان کال د ليندۍ د مياشتي په ۱۰ نېټه چې د شنبې ورځ سره سمون خوري ۲۵ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

سرچینه کاږي، په شرايطو برابرو صرافانو او بانکونو ته بلنه ورکول کيږي چي په دغو داوطلبيو کي ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځي تر پايه پورې تصفيه کړي.

د سرچینې په وینا هغه صرافان چيې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ډول په ليلامونو کې د ګډون په موخه نه دي تحويل کړې، کولى شي له داوطلبۍ څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې ګډون وکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...