په اروپا کي تیر کال نږدې یو لک او ۶۰ زره کسان په «اېچ. ای. وي» وایروس مبتلا سوي.
د اروپا روغتیايي ادارو ویلي، د دغو تشخیص سویو پېښو درې پر څلورمه برخه په اوکراین او روسیه کې ثبت سوي.
د وروستیو کلونو په نسبت د اروپا د سیمي په ۵۳ هېوادونو کي په «اېچ. ای. وي» د اخته کسانو شمېر کم ښودل سوی، خو روغتیايي چارواکو ویلي په اکثرو مواردو کي هغه وخت ناروغ تشخیص سوی چي ډیر وخت پر تېر سوی وي.
په راپور کي راغلي د «اېچ. ای. وي» وایروس ډېری پېښي په روسیه، اوکراین او د ختیځي اروپا په نورو هېوادونو کې ثبت سوې دي.
په اروپا کي چي ۹۰۰ میلیونه کسان اوسیږي څه باندې دوه میلیونهیې په «اېچ. ای. وي» ویروس اخته دي.
په ټوله نړۍ کې بیا په دې وایروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۷ میلیونه ښودل سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون