د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوایي برید چي له امله یې ۳۰ ملکي وګړي ووژل سول په کلکو ټکو غندلی دی.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، حامد کرزی د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په زنځیر دراب کلي کي د امریکایي پوځیانو د هوایي برید په پایله کي د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګندوي او دغه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي.
د سرچینې په وینا حامد کرزی د خلکو پر کورونو بریدونه او بمبارۍ د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي او زیاتوي، په داسي حال کي چي د سولي لپاره هڅې روانې دي، په هیواد کي د نظامي عملیاتو او ملکي تلفاتو زیاتوالی د اندېښنې وړ او د سولې د پروسې خلاف عمل دی.
پخواني ولسمشر په جګړه کي له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چي خلکو ته له ځاني او مالي زیان اړولو نه په کلکه ډډه وکړي او د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای دې د سولې د راوستو لپاره هڅې لا جدی او ګړندۍ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون