کابل: په پرونۍ چاودنه کي ١٠ کسان وژل سوي او ١٩ تنه نور یې ټپيان دي

حمله د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاونډ سوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل، تر موټر بم حملې وروسته نامعلوم شمیر وسله‌وال کمپاوند ته ننوتلي وو او له افغان امنيتي ځواکونو سره يې وسله‌واله هم کړې ده.

وسله‌والو طالبانو د دې حملې مسٔووليت منلى دى.

ځينو سرچينو ويلي، د حملي هدف د «G4S» په نوم يوه بريتانوۍ امنيتي قراردادي کمپنۍ وه.

د ې امنيتي کمپنۍ ويلي چي دوى په کابل کي د هغو دفترونو امنيت ټينګوي چي د بريتانيا مربوط دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...