د هلمند په ګرم سیر ولسوالۍ کي د بمبارۍ له امله ۱۷ ملکي کسان وژل سوي دي

 د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ او سیدونکو په یاده ولسواکۍ کي د بمبارد په ترڅ کي د ۱۷ملکیانو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کیدو ادعا کړې ده.

دوی وايي، پېښه نن چهارشنبې سهار وختي درې بجې د ګرمسېر ولسوالۍ د ازبک چهاراهي په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.

د سیمې اوسیدونکي  وويل چي وژل سوي او ټپیان ملکي کسان د پنځو کورنیو غړي دي.

ده زیاته کړه چې په وژل سویو او ټپیانو کي ماشومان او میرمني هم شاملي دي.

بلي خواته د هلمند ولایتي مقامات په سیمه کي نظامي عملیات تائید کوي خو وايي چي د پېښي د دقیق څرنګوالي لپاره پلټنې پيل سوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وويل، چي ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه زندان او د هغوی د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره نظامي عملیات پيل کړي چي لاهم په سیمه کي دوام لري.

ګرمسېر د لښکرګاه په جنوب کي پرته ناامنه ولسوالۍ ده چي ډیورنډ کري ښي ته هم نژدې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...