په کندهار کي بې پولو ډاکټرانو د توبرکلوز ناروغۍ کچه ټيټه کړې

نری رنځ یا توبرکلوز، چي کلیوال يې سل بولي، يو له هغو ساري ناروغيو څخه ده،چي هر کال په افغانستان کي په سلګونو تنه پرې اخته کيږي.

که څه هم وړاندې د نري رنځ د ناروغي د تداوي د امکاناتو له نشت څخه شکایتونه موجود و ، خو د بې پولې ډاکټر د ټولني له خوا په دې برخه کې د پرمختګونو خبري کیږي.

د ې ادارې له شاوخوا دوو کلونو راهیسي په کندهار کي د جنوب په کچه د توبرکلوز ناروغانو د درملني مرکز جوړ کړی او تر دې يې دمه ۴۵ ناروغان له نهه میاشتۍ تداوۍ وروسته کورونو ته لېږلي.

سردار محمد، چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، د توبرکلوز ناروغي يې مقاوم حالت ته تللې وه او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د بې پولې ډاکټرانو لخوا د توبرکلوز په مرکز کي تر تداوۍ لاندي دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د څېړنو او شمېرو له مخي په توبرکلوز ناروغۍ د نارینو په پرتله ښځي ډېري اخته کيږي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکې شل کلنه بې نظیره له هغه ناروغانو څخه ده، چي له کلونو راهیسې له همدې ناروغۍ ځوریږي.

هغه زیاتوي، چي ټوخی او تبې يې دومره دوامداره او زیات سوی، چي ان درملو پر  اغېز نه کاوه.

په کندهار کې د بې پولو ډاکټرانو لخوا د توبرکلوز د درملني د مرکز ډاکټر صدیق الله وايي، چي په شاوخوا تېرو دوو کلونو کې يې ۱۷ سخت ناروغان تداوي کړي او دمګړی تر ۴۵ زیات نور يې تر تداوي لاندي دي.

هغه زیاتوي، چې تر سلو زیات نور ناروغان معاینه سوي او تشخیص ته انتظار دی.

په کندهار کي د بې پولې ډاکټر لخوا د توبرکلوز د تداوي مرکز د ۲۰۱۶  کال په وروستيو کي په فعالیت پيل وکړ، دوی اوس خپله ودانۍ نه لري، خو د یوې عصري ودانۍ د جوړولو چاري يې پيل کړي او ممکن په یوه کال کې ګټې اخیستنې ته وړاندې سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...