راپور: محمد یار مجروح
د کندهار د فوايد عامې ریاست مسؤلین وايي، د کندهار او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي لاري د دوهم لین دکار چاري په چټکۍ رواني دي.
دد ې لاري دوهم لین سړک به په دوه لاټه کي د شاوخوا دیوه نیم کلونو په موده کي د دوه نیم ملیارده افغانیو په ارزښت ورغیږي.
د کندهار د فوایدعامې رئيس انجینر محمدصابر احمدزی وايي، د لومړي لاټ دکار چاري ۱۸ سلنه او د دوهم لاټ چاري ۲۸ سلنه بشپړي سوي دي.
دده په خبره د تر دا مهاله یې د یادي پروژې ۱۴ سلنه پيسي تادیه کړي هم دي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي چي د کندهار ډیری سړکونه د اضافه وزن لرونکو موټرو د تګ راتګ له امله خراب سوي دي.
دی د ملي سوداګرو او اړوندو ادارو له مسؤلینو غواړي تر څو د کندهار اوسپین بولدک په لویه لار د اضافه وزن لرونکو موټرو مخه ونیسي.
د کندهار د فوایدعامې ریاست مسؤلین وايي، د بولدک او ښورابک ولسوالیو تر منځ سړک يې په څلور لاټه ویشلی چي د څلورم لاټ کارونه ۱۸ سلنه پوره سوي او د پاته سړک د کار چاري به هم ژر پيل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون