د راپورونو له مخي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي د اوکراین او روسیې ترمنځ د وروستۍ نښتي په غبرګون کي ښایي له پوتین سره خپله راتلونکې لیدنه لغوه کړي.
د اوکرایني او روسي عسکرو ترمنځ څو ورځي مخکي نښته رامنځ ته سوه.
روسي ځواکونو څو اوکرایني عسکر نیولې دي او یوې روسۍ محاکمې دغه اوکرایني سرتېري په دوه میاشتې بند محکوم کړي دي.
دې مسئلې د امریکا سخت غبرګون پارولی دی او وایي چي د روسیې دغه کار به د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکي خرابي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون