د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په یوې خبرپاڼه کي ویلي چي د تخار په ولایت کي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې کسانو تر نورو ډیرې رأیې ترلاسه کړي دي:
«عبدالله بېک ۱۳۷۶۳ رأیې-رئیس عبدالباقي ملک زاده ۸۴۸۴ رأیې-محمد عالم ساعي ۷۷۶۹ رأیې- انجنیر امیر محمد خاکسار ۶۹۸۵ رأیې- ډاکتر سید اشرف الدین عیني ۶۸۸۱ رأیې- غلام سرور سعادت ۶۸۵۱ رأیې- ډاکټر حمید الدین یولداش ۶۳۶۹ رأیې-حبیبه دانش ۵۸۳۷ رأیې- نظیفه یوسفي بېک ۴۸۸۸ رأیې.»
د ټاکنو خپلواک کمېسون بیا په خوست کي د ولسي جرګې د انتخاباتو څلور مخکښ کاندیدان داسې یاد کړي:
«-کمال ناصر اصولی ۷۵۵۶ رأیې- انجنیر هلمند هلمند ۴۲۸۱ رأیې- غفار خان ۴۱۳۲ رأیې – ډاکټر محمد موسی خاورین ۳۸۰۸ رأیې- ساهره شریف ۲۵۴۴ رأیې.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه پوري د شا او خوا ۱۳ ولایتونو د ولسي جرګې لومړني نتایج اعلان کړي او په راتلونکو څو ورځو کې به د نورو ولایتونو هم اعلان سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون