اروپايي ټولني له افغانستان سره د میلیونونو یورو مرستي هوکړه وکړه

د راپورونو له مخي د اروپايي ټولنې استازو د جینوا په کنفرانس کي ویلي چي دغه مرستي یې د افغانستان د پرمختګ او بسیاینې په موخه کړې دي.

اروپايي ټولني ویلي چي د افغانستان د پرمختګ او په بېلو برخو کي د اصلاحاتو د راوستو په موخه یې ددغه ۴۷۴ میلیون یورو مرستي هوکړه لاسلیک کړې ده.

دغه پیسي به د ښې حکومتولۍ، ټاکنو، زده کړو، روغتیا او نورو ورته مسایلو په برخه کي کارول کېږي.

د اروپايي ټولنې استازو ویلي، هیله لري چي افغانستان په ځان پوري بسیا سي، ښه حکومتولي رامنځ ته سي او د نړیوالې ټولني مرستي په سمه توګه ولګول سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...