د جینوا اصلي غونډه نن پیلیږي او ولسمشر غني به دغه غونډي ته وینا کوي

غونډه د جینوا په وخت په نهو بجو پیل کیږي او ولسمشر غني به په لومړي سر کي د خپل حکومت د لاس ته راوړنو او وروسته د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې خپلي نوې ژمني وکړي.

تر هغه وروسته به نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو ژمني کوي او غونډه به د ډاکټر عبدالله عبدالله، همایون قیومي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یاممتو تادامیچي په وینا پای ته رسېږي.

جینوا د افغانستان لپاره مهم کنفرانس بلل کېږي او نړیواله ټولنه به دا ارزوي چي افغان حکومت له دغه ټولني سره پر خپلو کړو ژمنو څومره وفا کړې ده.

همدې ارزونې ته په پام به دوی له افغانستان سره نورې مرستې کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...