حکومت ته په جنیوا کنفرانس کي سپارښتني: لګښتونه مو را کم کړئ او پر خپل ځان بسیا سئ

د جنیوا په کنفرانس کي به نړیوال ظاهراً له افغانستان سره د همکاریو د دوام اعلان وکړي، خو ټاکل سوې چي د ملي یووالي حکومت ته به د مصارفو د کمولو او پر ځان د بسیا کېدو سپارښتني وکړي.
د سویس پلازمېنه جنیوا کي د افغانستان په تړاو غونډه په داسي وخت کي کیږي چې د ملي یووالي حکومت د نړیوالو مرستو د جلب او جذب په برخه کي له ناکامۍ سره مخ دی.
افغان حکومت وايي، دوی په دغه کنفرانس کي د هغو ژمنو په تړاو نړیوالو ته جواب ورکوي چي څلور کاله وړاندې یې په بروکسل او وارسا کنفرانسونو کي کړي دي، خو ویل کیږي چي د دغه کنفرانس یو مهم هدف له افغانستان سره د مرستو لپاره د مشخص زماني جدول ټاکل دي.
ټاکل سوې نړیواله ټولنه به ظاهراً له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړي، خو په همدې ترڅ کي به پر افغان حکومت د مرستو کمولو او بندولو یوه مشخصه نېټه اعلان کړي او ترې وبه غواړي چي خپل مصارف راکم او پر ځان بسیا سي.
د شنونکو په باور، ولسمشر غني به هیواد ته تر را ستنېدو وروسته د افغانانو د مالي خودکفایۍ او اقتصادي استقلال په اړه څرګندوني وکړي، خو دا اعلان به یې یوازې تبلیغاتي او کمپایني بڼه لري.
افغان حکومت وايي، له نړیوالو سره یې کړې ژمنې ۵۰ سلنه عملي کړې، خو د افغانستان د رونټیا څار اداره حکومت په کړو ژمنو کې پاتې بولي.
د روڼتیا د څار ادارې مسوولان وایي، ملي یووالي حکومت په تېرو کلونو کې له نړیوالو سره د کړو ژمنو د عملي کېدو پرځای ټول وخت په سیاسي کشمکشونو، قانون جوړونې او پلان جوړونې تېر کړی.
په جنیوا کنفرانس کي د ګډون په هدف ولسمشر غني، د هغه مېرمنې، د کابینې غړو او اجرایه ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله په بېلو بېلو الوتکو کې سفر کړی او د نړۍ شاوخوا ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو معینانو، ځانګړو استازو او د ۳۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو استازو ګډون کړی دی.
د چارو شنونکي د پرمختګ اعلان سوې سلنه ردوي او وایي چي حکومت یوازي ۳۹ سلنه سویو تعهداتو ته عملي بڼه ورکړې ده او نورې ټولي ژمني یوازي د کاغذ پرمخ پاتي دي.
افغان حکومت هم ویلي چي د جنیوا په کنفرانس کي یې له یوه واضېح لېست سره ګډون کړی، خو دا ځل به له نړیوالو مرستې نه غواړي او په دې کنفرانس کې به د لومړۍ نیمایي لسیزې پرمختګونه او لاس ته راوړنې د نړیوالو له خوا ارزول کېږي او پر ستونزو به خبرې کېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...