د کندهار د پخواني امنیه قومندان ستر پاسوال شهید عبدالرازق په یاد په هلمند کي د قرانکریم ختم وسو

راپور: جواد داوري

د کندهار پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال شهید عبدالرازق خان د شهادت ۴۰ ورځي تیریږي تراوسه هم خلک دده د شهادت له قضیې څخه درست معلومات نه لري.

د هلمند ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده پر دولت په نیوکي سره وايي، شهید جنرال عبدالرازق خان نه یوازي په کندهار بلکي په ټول افغانستان او په خاص ډول هلمند کي ځانګړي محبوبیت درلودي خلکو غواړي چي دداسي مهمو شخصیتونو پر وړاندي د بهرنیو کړیو مخه ونیول سي.

قومي مشران او ځوانان وايي، شهید جنرال الرازق ملي شخصیت و او همیشه هڅه کول د لوي کندهار د امن تر څنګ په ټول افغانستان کي خلک ارام او سوکاله ژوند وکړي.

دوی وايي، شهید جنرال د هلمند په نا امنه سیمو کي د خلکو د ژوند ژغورلو په لار کي د هلمند یانو لاس نیوی کړی دی او همیشه هڅه کوي د هلمند څخه نا امني لیري کړي.

وینا والو له حکومت څخه همدارنګه غوښتنه وکړه چي د شهید عبدالجبار قهرمان کورنۍ ته پاملرنه وکړي.

تردي وړاندي هم په انفرادي ډول د شهید جنرال عبدالرازق په یاد د فاتحي مراسم  او قرانکریم ختمونه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...