د افغانستان استازو د ماینونو پر ضد د جوړ سوي کنوانسیون په عمومي غونډه کي ګډون کړی دی

 اتاوا چې (له ماینونو پاکه نړۍ) تر شعار لاندي فعالیت کوي، غواړي په نړۍ کي د ماینونو پر ضد مبارزه وکړي او افغانستان هم ددغه کنوانیسیون غړی دی.
د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه غونډه کي ګډون کړی دی.
نوموړي د وینا پر مهال ویلي، افغانستان یو له هغه هیوادونو دی، چي زرګونه وګړي یې د ماینونو له امله قرباني سوي دي او لا هم دغه لړۍ په ځينو سیمو کي روانه ده.
دده په خبره له همدي امله افغانستان د اتاوا کنوانیسیون غړیتوب خپل کړی دی او هڅه کوي له نړیوالو سره د ماینونو په ختمولو کي همکاري وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې چي یاد کنوانیسیون په خپلو فعالیتونو او طرحو کي بریالی سي او له ماین پاکه نړۍ راتلونکو نسلونو ته میراث پرېږدي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...