راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د ستر جنرال عبدالرازق د شهادت څلوېښت ورځي پوره سوې، په دې موخه په کندهار کي يوه پراخه غونډه جوړه سوې وه، چي پر مهال يې د دغه ولایت ولسي مشرانو د حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي د ستر جنرال عبدالرازق د قضيې په اړه وضاحت ورکړي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي، ستر جنرال عبدالرازق د سولي لپاره ځان قرباني کړي او ده د خلکو پر زړونو باچاهي کول.
دغه راز د ولایتي شورا رئیس او غړي هم وايي، چي سترجنرال عبدالرازق د سولي غوښتونکی وو او باید ټول يې لار تعقیب کړي.
بل خوا د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت د جنرال رازق د قضيې په څېړلو کي پاته راغلي دي.
دوی وايي، د مرکز څخه راغلي پلاوي خلکو ته وعدې ورکولي، چي د جنرال رازق اصلي قاتلين نیسي، اخير يې ویل چي حمله کوونکی په جعلي نوم اوشخصي تضمین راغلی وو.
دغه راز دوی زياتوي ولسي جرګه د و نوموړي د قضيې په اړه څېړنه کوي.
دغه راز د کندهار اوسېدونکي وايي، که حکومت سوله غواړي، نو د ولسونو ونډه دي د سولي په خبرو کي زياته کړي.
دوی وايي، ځيني کسان او هيوادونه غواړي چي د قوم او کلتور په نوم افغانان سره وويشي او د سولي پر مختګ مخه ونیسي، چي هغوی به هيڅ کله کامیابه نسي.
د ستر جنرال عبدالرازق د وژل کیدو څخه ۴۰ ورځي تېريږي، د هغه مقبرې ته هره ورځ په سلهاو خلک ورځي او ورته د مغفرت دعا کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون