د راپورونو له مخي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اړیکو مرستیال، د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي آلیس ویلز او په افغانستان کي د امریکا سفیر جان باس د افغانستان په اړه د جینوا په کنفرانس کي ګډون کوي.
یاد کسان به د امریکا استازیتوب کوي او د غونډي په څنډه کي به له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریٔس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي دواړه لوري به د سولي، روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبري کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چي د همدې اونۍ په وروستیو کي به د امریکا ځانګړې استازي آلیس ویلز بروکسل ته ځي او هلته به د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره پر یو لړ مسایلو خبرې کوي.
نوموړي به د افغانستان د روان وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو په اړه هم له اروپايي هېوادونو سره بحثونه ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون