په کابل، دایکنډي، بامیان، بلخ، غزني او هرات ولایتونو کي یو ځل بیا د قومندان علي پور د نیول کیدو په غبرګون کي لاریونونه سوي دي او د هغه د ژر تر ژره خوشي کیدو غوښتنه کوي.
د راپورونو له مخي لاریونوالو یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پوري کړی او د کابل په اونچي باغبانان سیمه کي یې د شپږمې حوزې اړوند، د پل خشک په نامه د پولیسو پوستي ته اور ورته کړی دی.
د راپورونو له مخي د کابل په ۶، ۱۳، او ۱۸ حوزه کې لا هم لاریونونه دوام لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون