ژوبل کسان په دریو ښارونو سرپل ذهاب، لوېدیځ ګيلان او قصر شیرین کي دي.
د ایران د زلزلې پوهني مرکز دا زلزله ۶،۴ درجې ښيي او وايي، مرکز یې له سرپل ذهاب ۱۷ کیلومتره او له قصر شیرین ۱۸ کیلومتره لري و او ژوروالی یې هم ۷ کیلومتره ښودلی سوی دی.
دا زلزله د ایران په کرمانشاه، ایلام او لرستان ولایتونو، تبریز او ارومیه ښارونو او د عراق په پلازمینه بغداد کي هم احساس سوې او خلک یې وېرولي دي.
د زلزلې د بیا کیدو له وېرې خلک سړکونو ته وتلی دي.
د ایران د بېړنیو چارو اداره د کرمانشاه د ټپیانو شمیر ۵۵۳ یادوي.
یو کال مخکي هم دغه مهال کرمانشاه او ور څیرمه سیمو کي زلزله سوې وه، چي له امله یې څلور سوه کسان وژل سوي او تر اوو زرو ټپیان وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون