په هلمند کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین پیل سو

راپور: جواد داوري

سږکال د هلمند ښځو چارو ریاست کي ۷۲ د تاوتریخوالي قضیی ثبت سوي دي چي تیر کال دا شمیره سل پوري رسیدل.

د هلمند والي جنرال محمدیاسین وايي، د ښځو حقوق خوندیتوب په برخه کي یې ولایتي ادارې کار نه دی کړی.

هلمند والي وايي، نا امني، فقر او بیسوادي هغه عوامل دي چي د ښځو پر وړاندي یې تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

په هلمند ولایت کي د نا امنیو له امله د ښځو کاري موکه او ټولنیز ژوند پیکه دی چارواکي د ښځو چارو پر وزارت نیوکه کوي چي د نورو ولایتونو په پرتله يې دې ولایت ته پاملرنه لږ ده.

د هلمند ولایتي شورا ریس له والدینو غواړي چي د خپلو نارینه اولادونو تر څنګ په ښځینه و هم زده کړي وکړي.

د ښځو حقوقو خوندیتوب ته تر ډیره په کلیواله او لیري اطرافي سیمو کي توجه نه کیږي.

اکثره وخت په بدو کي ورکول کیږي او ځیني آن تردې چي بیا ځان وژني ته ترجیع ورکوي.

په نکاح کي د ښځي خوښي په پام کي نه نیول هم د راتلوونکي ژوند تاوتریخوالي ته لار پرانیزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...