د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په تهران کي کتلي دي او د سولي په اړه یې خبري کړي دي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی په ټول توان هڅه کوي چي د افغانستان د سولې په پروسه کي خپله همکاري وکړي او په افغانستان کي د روانې جګړې په پای ته رسولو کي مرسته وکړي.
دده په وینا د سولي هر ډول خبري باید د افغانانو په مشرۍ ترسره سي او کوم څوک د افغان سولي په برخه کي هڅه کوي نو باید افغان حکومت پکښي ګډون ولري.
هغه ټینګار کړی چي ایران د افغانستان د سولې ملاتړ دی او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولي په برخه کي د ایران همکاري مهمه ګڼلې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چي د افغان جګړې په ختمولو کي رښتیني ګامونه اوچت او خپله همکاري ډېره کړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...