په ملګرو ملتونو کي د هند استازي، سید اکبرالدین ویلي، نړیوال دي په دې سر خلاص کړي چي پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړی دی او ددغه ډلي تمویل، روزني او تجهیز ته ادامه ورکوي.
د نوموړي په وینا تر هغه په افغانستان کي ثبات نه سي راتللی، څو چي ددغه ډلي مالي سرچینې وچي نه سي، په پاکستان کي یې امن مرکزونه له منځه ولاړ نه سي او پاکستان ددغه ډلي له ملاتړه را ونه ګرځول سي. سید اکبرالدین وایي پاکستان لا هم طالبانو ته امن مرکزونه برابر کړي دي او ددوی تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دده په خبره په ځلونو یې د ملګرو ملتونو او ددغه سازمان د امنیت په شورا کي ویلي، چي په افغانستان کي روانه جګړه له پاکستانه مدیریت کیږي خو نړیوال په دې برخه کي اقدام نه کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، چي طالبان خپله ډېره برخه مالي سرچینې له نشه يي توکو تمویلوي چي ددغه توکو د کښت، کرکیلي او کاروبار په برخه کي هم د نړیوالي ټولنې مبارزه ناکامه سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون