د مرکزي امریکا زرګونه کډوال د امریکا پولي ته نږدې سوي، خو امریکا وايي پر وړاندي یې نظامي اقدام نه کیږي

د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس وايي، هغه سرتېري چي له مکسیکو سره پر پوله ځای پر ځای سوي وسلې نه لري او یوازې هغه کډوال به ونیسي چي له پولي امریکا ته ور اوړي.

نوموړي کډوالو ته خبرداری ورکړی، چي د پولو په اړه د امریکا قوانینو ته درناوی وکړي او که داسي ونه کړي د پولیسو له لوري نیول کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي. تر دې وړاندي ټرمپ ویلي و، چي که کډوال امریکا ته ننوځي نو امریکايي پوځيان ورته منتظر دي او غبرګون به وښيي. خو متیز وایي له دې اړخه دي د ټولو زړه ټول وي چي پر وړاندې یې پوځي اقدام نه کیږي خو که له پولې ور واوړي نیول کېږي. د کډوالو استازو بیا ویلي چي دوی د امریکا قوانینو ته درناوی لري، خو په دغه هیواد کي سوله ییز ژوند غوره کوي او د خپلو کورنیو راتلونکې جوړوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...