نړیوالو ادارو، افغان دیني عالمانو د میلاد النبي پر مراسمو د پرون ورځي خونړۍ برید په سختو ټکو غندلی دی

افغان دیني عالمانو بیا دا د اسلام خلاف عمل بللی دی.

د کابل د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالبصیر حقاني  وویلي:

“کافر هم دا ډول عمل نه کوي لکه دوی چي کړی، موږ یې په سختو ټکو غندو، دا د پیغمبر پر سیرت حمله ده او دا د اسلام خلاف ده.”

پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سربیره یو شمیر نورو افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو هم د میلاد النبي پر مراسمو دا ځان وژونکی برید غندلی او دا یې د اسلام د احکامو څرګند سرغړاوی بللی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...