د پنټاګون ځانګړی مفتش: د افغانستان د سولي په برخه کي ډیر لږ پرمختګ ترسترګو کیږي


د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون وایي درې میاشتي کیږي چي د افغانستان د سولي په برخه کي هڅې پيل سوي دي خو تر دې دمه په دې برخه کي لږ روښانه پرمختګ ترسترګو کیږي.
د امریکا ددفاع وزارت ځانګړي مفتش ګالین اې فاین ویلي، له طالبانو سره خبري او سیاسي مذاکرات د امریکا د تګلاري یوه مهمه برخه وه، خو په دې برخه کي ډیر کم کارونه ترسره سوي دي.
نوموړي همدا راز ویلي چي په دې تګلاره کي دعامو خلکو د ژوندانه ښه کولو، ښې حکومتولۍ او ترهګرو د ځپلو په برخه کي په ګوته سوي موارد کمزوري دي او په افغانستان کي یې محسوس اغېز نه دی کړی.
ګالین فاین له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، امریکا ته په کار ده، چي د سولي په برخه کي خپله تګلاره بریالۍ کړي او په دې توګه په افغانستان کي د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسول سي. هغه ویلي، چي پنټاګون د ټرمپ د تګلاري عملي کولو ته ژمن دی او هڅه به وکړي دغه تګلاره بریالۍ کړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...