افغان دیني عالمانو بیا دا د اسلام خلاف عمل بللی دی.
د کابل د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالبصیر حقاني وویلي:
“کافر هم دا ډول عمل نه کوي لکه دوی چي کړی، موږ یې په سختو ټکو غندو، دا د پیغمبر پر سیرت حمله ده او دا د اسلام خلاف ده.”
پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سربیره یو شمیر نورو افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو هم د میلاد النبي پر مراسمو دا ځان وژونکی برید غندلی او دا یې د اسلام د احکامو څرګند سرغړاوی بللی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون