افغان حکومت پرون سې شنبې ماښام د میلاد النبي پر مراسمو د ځان وژونکي برید او پکښي د اوښتي درنې مرګ ژوبلي له امله، نن چهارشنبې په ټول هېواد کي ملي ماتم اعلان کړی دی.
ارګ په یوې خبرپاڼي کي ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لارښوني پر بنسټ به نن چهارشنبې په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کي ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
د امنیتې چارواکو په وینا د سې شنبي په ماښام یو ځان وژونکی بریدګر د کابل په ۱۵مه ناحیه کي د اورانوس په هوټل کي هغه محفل کي چاودنه وکړه چي پکښي یو شمیر دیني عالمان او عام افغانان د میلاد النبي په مناسبت یوې غونډه کي راټول سوي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیې قوماندانۍ ویندویانو بیا د وژل سوېو شمیر ۴۳ تنه یاد کړی او د ټپیانو یې تر ۸۳ زیات بللی.
د یادي پیښي مسٔولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون