زلمی خلیلزاد: پرونۍ پیښي مي د سولي لپاره اراده نوره هم قوي کړې ده

 

د سولي په برخه کي مو عزم او اراده نوره هم پياوړې سوې ده.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چي پرونۍ پېښي یې د سولي لپاره عزم او اراده نور هم قوي کړي دي.
دده په خبره پرونۍ پېښې وښوده چي د افغانستان د خلکو دښمنان له وژلو نه ستړي کېږي او لا هم وحشتونو او جګړو ته ادامه ورکوي.
دده په خبره ماموریت یې افغانستان ته د سولي راوستل دي او دغه ډول پېښې دا ښيي چي باید د سولي لپاره هڅي ډېري سي او له هري ممکني لارې چي وي دغه پروسه مثبتي پایلې ته ورسېږي.
زلمي خلیلزاد ویلي چي په دې سختو شرایطو کي د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له دوی سره د خپلي غمشریکۍ مراتب څرګندوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...