د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کي د تیري شپې برید غندلی دی.
ددغه وزارت ویاندې هېدر ناورټ ویلي، پرون ترهګرو ډلو یو ځل بیا وښوده، چي دوی پر ملکي افغانانو رحم نه کوي او خپلو وحشتونو ته ادامه ورکوي.
د ویاندي په خبره امریکا په دې حساسو شرایطو کي د افغانستان له ازادي غوښتونکو، سوله غوښتونکو او با حوصله خلکو سره ولاړه ده.
سرچینه زیاتوي امریکا د هغو افغانانو ملاتړ کوي چي غواړي په سوله کي ژوند وکړی او ترهګرۍ، افراطیت او خشونت د ټولو ډولونو پر وړاندې ولاړ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار کړې ده، چي دغه هیواد ته به سوله راولي او د سولي په برخه کي به خپلي هلي ځلي ګړندۍ کوي.
ناورټ وايي، امریکا غواړي چي ژر د افغانستان د سولي خبري مثبتو پایلو ته ورسیږي او په دې توګه په افغانستان کي روانه جګړه پای ومومي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون