زلمي خلیلزاد د خپلو لیدنو پر دوام د هیواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي

 د کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دواړو لوریو په یاده لیدنه کي پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی.

سرچینه کاږي پخواني ولسمشر په دې لیدنه کي د خپلو خبرو پر مهال د سولي په برخه کي د خلیلزاد له هڅو د منني تر څنګ وویل، له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چي د افغان سولي او په افغانستان کي د ملي یووالي د ټینګښت په پار تر سره کېږي.

سرچینه وړاندي لیکي چې خلیلزاد د خپلو لیدنو او د سیمي هیوادونو ته د سفر په اړه کرزي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړې، د سولي خبرې به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ تر سره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...