د افغانستان له لاري له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو د هڅو تر څنګ، په پاکستان کي د ازبکستان سفیر ویلي، چي له مزارشریف نه تر تورخم پوري به د ریل پټلۍ وغځوي.
په پاکستان کي د ازبکستان سفیر فرقط صدیقوف وړاندیز کړی، چي د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید درې اړخیز کمیسیون هم جوړ سي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چي د افغانستان له لاري د مرکزي اسیا او سویلي اسیا نښلیدل به له اقتصادي پلوه افغانستان ته هم ګټور ثابت سي.
د کانونو او صنایعو شورا ریٔس شبیر بشیري وایي، افغانستان د سوداګرۍ لپاره ښه ستراتیژیک موقعیت لري او کولای سي د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا او ان د اروپا تر منځ غوره اقتصادي رول ولوبوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون