د غزني په ګيلان ولسوالۍ کي د هاوان مرمۍ لګیدو له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل سوي او دوه نور ټپيان دي

د ګيلان ولسوالۍ د سيمې اوسېدونکي وایي، دوې ورځي وړاندي په دې سيمه کي پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

چي له امله یې د یوې کورنۍ دوه تنه وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخي، د هاوان دغه مرمۍ د جاغوري ولسوالۍ له انګوري سيمې توغول سوې او پر یاد کور لګيدلې ده.

د هغه په وينا، په انګوري سيمه کي دا مهال امنيتي ځواکونه مېشت دي.

په ورته وخت کي د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پېښه تاييدوي خو زياتوي چي د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول سوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...