د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي، ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د جیم بنکس په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د پارلمان له پلاوي سره وکتل.
له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دغه کتنه کي چي په ارګ کې وسوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان او سویلي اسیا پر وړاندي د امریکا د ستراتېژۍ پر موثریت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو، اصلاحاتو، سیمهییزه اتصال او اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د امریکا متحدو ایالتونو پارلمان پلاوي یو ځل بيا له افغانستان څخه د امریکا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغان حکومت د وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو قدرداني وکړه.
د ارګ ماڼي له مخي، جمهوررئیس غني په دغه کتنه کي له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د دوامداره ملاتړ قدرداني وکړه وې ویل، په بېلابېلو برخو کي د امریکامتحدو ایالتونو دوامداره ملاتړ ځانګړی ارزښت لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون