د کندهار ولایتي شورا وايي، د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کي پراخه درغلي کړې ده

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د ولایتي شورا مسوولین وايي، یو شمیر اسناد يې موندلي چي د ټاکنو کمېسیون مشرتابه او یو شمېر کارکوونکو يې د ځینو نوماندانو په ګټه درغلي کړې ده.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايي، د ولسي جرګې په ټاکنو کي خپله د ټاکنو کمېسیون مشرتابه د پيسو په بدل کي د یو شمیر نوماندانو په ګټه درغلي کړې ده.

دی زیاتوي د ټاکنو کمېسیون مسوولینو د هغو نوماندانو څخه چي په ګټه يې درغلي ورته کړې ۵ لکه ډالر اخیستی دي، چي په خبره يې  د اړتیا په صورت کي به يې اسناد له عدلي او قضايي ارګانونو سره شریک کړي.

د ولایتي شورا رئیس همدارنګه زیاتوي چي د ټاکنو مسوولین يې یادي شورا ته ورغوښتي خو حاضر سوي ندي.

دده په خبره که مرکزي اداره یادي ستونزي ته رسیدګي ونکړي، د ټاکنو کمېسیون به وتړي اوکارکوونکي به يې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

بلخوا د کندهار د ټاکنو کمېسیون مسوولین وايي، د ټاکنو د طرزالعمل څخه د یو شمیر کسانو ناخبري ستونزي رامنځ ته کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون رئيس نعمت الله وردګ ټولي هغه ادعاوي ردوي چي ګواکي د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو دي د کوم نوماند په ګټه د پيسو په بدل کي درغلي کړې وي.

دی وايي، د ټاکنو کمېسیون خپلواک دی او د تختیو  د کنټرول لپاره یې د شکایاتوکمېسیون جوړ سوی چي په خبره يې هغه کسان چي د ټاکنوکمېسیون په اړه شکایتونه لري باید یاد کمېسیون ته مراجعه وکړي.

د کندهار د ټاکنو کمېسیون له تیرو دریو ورځو راهیسي د ۷۰۰ محلونو درای پاڼو بیا شمیرلو لړۍ راپيل کړې خو یو شمیر نوماندان وايي، هغه ادارې چي د څار دنده لري، د رای پاڼو دبیا شمیرلو پر مهال حضور نلري خو د ټاکنو کمېسیون وايي، د دوی رایه شمیرنه قانوني ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...