راپور: مهتمم صالح
د کندهار په اوومه ناحيه کي د ۴۴ ميلیونو افغانيو په ارزښت د ولسي تړون د اوو پروژو کار پيل سو.
د کندهار ښاروالۍ سرپرست محمدنسيم رضايي وايي، په دغه پروژو کي د ۱۱۵۰ متره کوڅو پخول، شاوخو ۱۵۷۰۰ متره د چريو معاري جوړول او د چريو سلبونه شامل دي.
رضایی وايي، د متوازن پرمختګ تر شعار لاندي به دغه ډول نوري پروژې هم په ټولو ناحيو کي پيل سي، چي تر دا مهاله د کندهار ښارپه څو بېلابېلوناحيو کي د ۹۷ پروژې څخه ځيني تکمل سوي او پر ځينو کار روان دئ.
بل خوا د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي، د خلکو همکاري د دغه ډول پروژو سره ډېره اړينه ده، باید خلک په دې برخه کي لا مرستي وکړي.
سرپرست والي د پرمختيايي شوراګانو د استازو او د ښاروالۍ د مسولينو څخه غوښتنه کوي چي د دغه پروژو څخه په ښه ډول څارنه وکړي.
له دې مخکي هم په ۱۲ ناحيه کي د څه کم شل ميلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۵۰۰۰ مترو چریو د جوړوني څلور پروژې پرانستل سوې وې، چي پر مهال يې د کندهار ښاوالۍ مسولينو د دغه ناحيي د خلکو سره د چښاک د پاکو اوبو د برابرولو ژمنه هم کړې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون