راپورونه وایي چې وسله والو نن سهار ددغه ولایت په مرکز فیروز کوه کي د مسافرو پر موټر برید کړی دی او شپږو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم پیښه تاییدوي او وايي، چي ناپېژانده وسله والو د غور مرکز ته نږدې د مسافرو پر یوه موټر برید کړی دی، درې کسه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
دده په خبره د پېښي قربانیان ملکي وګړي دي خو دا چي دا برید چا کړی دی په اړه یې معلومات نسته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون