ټرمپ: ټول پاکستان ته د اسامه ځای معلوم و، مونږ ته یې نه ویل

ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړه کي د پاکستان په رول یو ځل  بیا سختي نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چي ټول پاکستان د اسامه په دغه ملک کي د اوسیدو نه خبر و، خو امریکا ته یې نه ویل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس ټلوېزیون ته په یوې مرکه کې ویلي پاکستان د امریکا نه هر کال په میلیارډو ډالره مرستي اخیستي، خو د امریکا لپاره یې هېڅ هم نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته د القاعده د ډلي د مشر اسامه بن لادن په اړه د یوې پوښتنې په جواب کي د پاکستان پر رول انتقاد وکړ او ویې ویل چي هغه د ایبټ اباد په ښار کي اوسیدی.

ولسمشر ټرمپ یو ځل  بیا د خپلي ادارې لخوا پاکستان ته د مرستو بندولو پرېکړه سمه وبلله او ویې ویل:”موږ پاکستان ته هر کال ١.٣ میلیارډه ډالره ورکوو، لادن په پاکستان کې و، مون د پاکستان سره مرسته کوو، موږ اوس هغوی ته دغه مرسته بنده کړې ده، ما ځکه دغه مرستي بندي کړي دي چي پاکستان زموږ لپاره هیڅ هم نه کوي.”

پاکستان د ولسمشر ټرمپ هغه تورونه چي ترهګرو له پناهځایونه ورکوي، ردوي او وایي چي پاکستان د امریکا مرستو ته ضرورت نه لري خو د عمران خان حکومت د امریکا سره د اړیکو رغولو کوښښونه هم کوي.

ولسمشر ټرمپ په خپله مرکه کي دا هم وویل چي افغانستان ته د سفر نیت لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...