د دغه وزارت وياند غفور احمد جاوېد ته وويل: “پر دې ستراتیژۍ له تیرو دوو درېو میاشتو راهیسي کار پیل سوی دی، په ځینو سیمو کي یو شمیر کوچنۍ پوستې چي ستراتیژیک اهمیت یې نه درلود، هغې سیمي ته نېږدې په بل ځای کي په بېس بدلي سوي، لوی بیسونه څو ګټي لري، یو دا چي ریزرف قوتونه به ولرو، بل تهاجمي عملیات به زیات سي او ترڅنګ یې موږ په خپل وخت ملاتړ کولای سو او د کومانډو او د هوايي ځواکونو عملیات کولای سو.”
تر دې مخکي نیویارک ټایمز ورځپاڼي په يوه مطلب کي ليکلي وو چي له ۲۰۱۵ کال راهیسي د افغانستان څه باندي ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتېري وژل سوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، يوازي د نوامبر له نهمي تر پنځلسمي لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل سوي دي.
ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان سویو شمیرو له مخي هره ورځ ۲۵ افغان سرتیري چي په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږي، وژل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون