د بلخ ولایت د خُلم ولسوال تاج محمد رحیمي رسنیو ته ویلي، چي پېښه پرون جمعه ماسپښين د خُلم ولسوالۍ په مربوطاتو کي سوې ده.
د خُلم ولسوال وايي، په پېښه کي د ښاغلي فرهمند دوه نور همکاران ټپیان سوي دي.
د قدوس فرهمند مړی د بلخ حوزوي روغتون ته انتقال سوی او چارواکي وايي چي د پېښې په اړه د لا نورو کشفي جزیاتو په اړه څېړنې پیل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون