د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کي خلک د امنیتي ځواکونو د عملیاتو څخه ناخوښ دي

راپور: نورګل اندړوال

دبغلان په ډنډغوري باندي افغان او بهرنیو ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات تیره اونۍ پيل کړې وه، چي څلور ورځي یې دوام وکړ او دیو شمېر سیمو ترنیولو وروسته کوماندو او بهرنیو ځواکونو بیرته نیازالله ، سالنګي ، اکاخېل ، ګوډان ، جوینو ، قلاخوجه ، لوګري ، شهرنو ، وردک او په ټوله کي دڅلور ورځنیو عملیاتو پرمهال نیولي سیمي دنامعلوم علت له مخي  بیرته طالبانو ته پريښي  او شاتګ یې  کړی.
اوس دبغلان داوسیدونکونیوکي دادي چي افغان حکومت دسیمي دساتلو او نیولو هوډ په سم ډول نه لري او یوازي دعملیاتو پرمهال عاموکسانوته زیانونه اړوي.
دبغلان ولایتي شورا وايي، چي عملیات دبغلان له ځايي مسٔولینو سره پرته له همغږۍ ترسره سوي چي دولس داستازو پروینا خلک یې له مالي اړخه زیانمن کړي او نورڅه لاس ته راوړنه نه لري .
دبغلان والي هم مني چي له نیول سوو سیمو په ډنډغوري کي بیرته افغان او بهرنیو ځواکونو شاتګ کړی او طالبانوته پرېښودل سوي خو وايي، چي عملیات ورسره په همغږۍ سوي او موخه یې هم دسیمو ساتل نه بلکي د طالبانو ځپل وه چي هدف ته رسیدلي دي.
دبغلان د اوسیدونکو نیوکي پرافغان حکومت دادي چي دسیمو دساتلو او ترهګرو ډلو دځپلو لپاره ځانګړې تګلاره نه لري اود عملیاتو  یوازي مالي زیانونه عامو خلکو ته اوړي .
بغلان میشتي وايي چي نور دحکومت له نمایشي عملیاتونه بیزاره دي خوکه ځواکونه دسیمو دنیولو پلان نیسي باید دساتلو په لارو چارو یې هم غور وکړي ترڅوبیرته ددوی له تګ وروسته پر طالبان برلاسي نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...