راپور: محمد یار مجروح
کندهار ولایتي ادارې تیره ورځ په عینو ښارګوټي کي د ریل پټلۍ د اداري امریت لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل.
د کندهار ولایتي اداره وايي، دټاپي نل لیکي تر څنګ به د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ ریل پټلۍ هم وغځول سي.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي، پر یاده ودانۍ به شاوخوا ۴۷میلیونه افغانۍ لګښت راسي چي د فواید عامي وزرات په چوکاټ کي جوړیږي.
دده په خبره د ریل پټلۍ غځول به په اقتصادي، ټرانزیټي او د کار د پيدا کولو په برخو کي مهم رول ولري.
د ریل پټلۍ مسوولین وايي، د ریل پټلۍ د غځولو عملي چاري به په راتلونکي کال کي پيل سي.
د کندهار د ریل پټلۍ امر انجنیر نعمت الله دوست وايي، د یاد تعمیر د جوړېدو سره به يې په اداري برخه کي ستونزي حل سي او د ریل پټلۍ د غځولو عملي چاري به پيل کړي.
دده په خبره تر ۲۰۳۰ م کال پوري به ریل پټلۍ تر هملند، زابل، غزني او کابل ولایتونو هم وغځول سي.
د ریل پټلۍ د امریت یاده ودانۍ د کندهار دعینو ښار ګوټي د اداري واحدونو په نوي کمپلیکس کي جوړیږي.
د افکو کمپنۍ د انجنیري ګروپ مشر انجنیر عبداکریم رحیمي وايي، افکو کمپنۍ د اداري واحدونو په نوي کمپلکس کي چي ټول ضروري خدمات ورته په نظر کي نیول سوي د ۷،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ټولو دولتي ادارو ته ۱۴۶ جریمه مځکه ورکړې ده.
دده په خبره په یاد کمپلیکس کي به ټولي دولتي ادارې په یو ځای وي او کندهار ښاریانو ته به ډیری اسانیتاوی رامنځ ته کړي.
د اقتصادی چارو یو شمیر کارپوهان پدې نظر دي چي په افغانستان کي د ریل پټلۍ په غځولو سره به له یوې خوا ډیری کسانو ته کاري زمینه برابره سي او له بلي خوا به د افغانستان تولیدات بهرنیو بازارونو ته په کم قیمت او پر وخت رسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون