سناتوران د کندهار ولایت په مقام کي دغه ډول برید د پوښتني وړ بولي او وايي، چي د جنرال رازق قضیه دي په هر اړخیز ډول وڅېړل سي او هغه کسان دي محاکمه او د قانون منګلو ته وسپارل سي، چي په دې پیښه کي لاس لري.
که څه هم د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي تیره ورځ د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کیدو په تړاو د خپلو موندنو لومړنیو پایلو د اعلان پرمهال وویل، چي دا برید له ډیورند کرښي ها خوا طرح سوی و، خو د مشرانو جرګې ددې پېي د ژورې څېړنې غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون