د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس له ولسمشر غني سره په تلیفوني اړیکه کي نوموړي ته د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو له امله مبارکي ورکړې ده

مایک پینس دغه ټاکني بریالۍ بللي دي او په وینا یې افغانانو له امنیتي تهدیداتو سره سره په ټاکنو کي پراخ ګډون کړی دی.

هغه ویلي افغانانو په ټاکنو کي د ګډون پر مټ وښوده، چي دوی ولسواکۍ ته ژمن دي او له جګړو ستړي سوي دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دواړو لورو په افغانستان کي د وروستیو پېښو په اړه هم بحثونه کړي دي.

مایک پینس ویلي په کندهار کي د یوه پیاوړي نظامي قومندان جنرال رازق پر مړینه هم خواشیني دي او په دې اړه د خپلي غمرازۍ مراتب له افغان حکومت سره شریکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...