سرور دانش: د ستندر ملي اداره په خپلو چارو کي بریالۍ نه ده

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په یوه غونډه کي چي د ستندرد نړیوالي ورځي د نمانځي په موخه جوړه سوې وه، ویلي په افغانستان کي د ستندرد ملي اداره په خپلو چارو کي بریالۍ نه ده او دوی ته په کار دي چي لا ډیري هڅې وکړي.

د سرور دانش په خبره دغه ادارې باید په اوسنیو شرایطو کي ګڼي لاس ته راوړني درلودای خو له بده مرغه چي دوی د توقع پر خلاف بریالي نه وو.

هغه ویلي ددغه ادارې د کمزورۍ او کمو بریاوو یو لامل هم دا دی، چي په دې برخه کي مسلکي کسان نسته دي او د ستندرد ملي اداره کي تر ډیره کارکوونکي کسان غیر مسلکي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...