په کندهار کي د بست زون په کچه د کرکټ شل اوریزي سیالۍ پيل سوې

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي دبست زون په کچه د ۷ ولایتونو څخه د ۱۲ غوره لوبډلو تر منځ د کرکیټ شل اوریزي سیالۍ پيل سوې.

د بست زون د کرکیټ آمر مسعود رحماني وايي، یادي سیالۍ به ۴ ورځي دوام وکړي او هره لوبډله به دوې لوبي ترسره کړي.

دی وايي، په یادو سیالیو کي د بست زون په کچه د ولایتونو ۱۲ غوره لوبډلي برخه لري چي ګټونکې لوبډله به وروسته د افغانستان په کچه د زونونو د غوره لوبډلو سره لوبي وکړي.

دده په خبره د ټولو زونونو ګټونکې لوبډله ښايي له هیواد څخه دباندي لوبي تر سره کړي.

د کرکیټ په یادو سیالیو کي له کندهار څخه درې لوبډلي، له هلمند، زابل او هرات ولایتونو څخه دوې دوې او له فراه نمروز او ارزګان ولایتونو څخه یوه یوه لوبډله برخه لري.

د کرکیټ لوبغاړي که څه هم له یادوسیالیو خوښ دي خو ورسره له کرکیټ بورډ څخه غواړي چي لا نوري اسانتیاوي ورته برابري کړي.

د یادولو وړه ده چي د افغان غوره لیګ یا اې پي ایل سیالي چي دا مهال په عربي متحده اماتو کي رواني دي کندهار لوبډله پکښي د کومي لوبي د ګټلو پرته د نوملړ په اخیر کي ځای لري، بلخوا پر ټولنیزو شبکو یو شیمر کسانو افغان کرکیټ بورډ پدې تورن کړی چي له کندهار سره د مور او میرې چلند کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...