په ننګرهار کي د پنځوس بستريز روغتون د جوړیدو چاري پيل سوې

د ننګرهار د عامي روغتيا وزارت چارواکي وايي، د دغه ولایت په هسکه ولسوالۍ کي د پنځوس بستريز روغتون د جوړیدو چاري پیل سوي دي.
چارواکي وايي، دغه روغتون په ۵۵ ميليونه افغانيو رغول کیږي او په دوو کلونو کي به يې چارې بشپړي سي.
د يادې ودانۍ د بنسټ ډبره د تلي په ۲۲مه د ځايي چارواکو له لوري د هسکي میني ولسوالۍ په مرکز کي کښیښودل سوې وه.
د ننګرهار د عامي روغتيا رئس ډاکتر نجيب الله کامه وال د دې ودانۍ د بنسټ ډبري ایښودلو مراسمو پر مهال ويلي چي د هسکي مېني ولسوالۍ خلک د روغتيا په برخه کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي ویلي، د همدغو ستونزو د حل لپاره يې د عامي روغتيا وزارت له انکشافي بودجې څخه د ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يو اساسي روغتيايي کلينيک د جوړېدو د بنسټ ډبره کیښوده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...