د هوتک مطبوعاتي مسٔوول سميع الله پام رسنیو وويل، چي پر هغه بريد د شپې په ١١ بجو د کابل د بګرام ولسوالۍ د حسين خېلو په سيمه کي سوى و.
هغه زياته کړه، هوتک تېره شپه مېلمانه درلودل، هغوى يې تر خپلو کورونو رسولي وو، کله چي بېرته خپل کور ته تللو، نو د کور ترڅنګ يې پر موټر لومړى ډزي سوي، چي له امله يې موټر چپه سوى دى.
د نوموړي په وينا، وروسته دغه وسله وال راغلي او پر هوتک يې د چاقوانو ګوزارونه کړي، چي له امله يې هغه د خيټي او سر په برخو کي سخت ټپي سوى دى.
پام وايي، چي هوتک د کابل ایمرجنسي روغتون کي تر درملني لاندي او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
احمد ولي هوتک د افغانستان د سپورتي خبريالانو د سازمان غړيتوب هم لري.
ددغه سازمان مشر واصل وصال وايي، چي دا بريد پر هوتک نه، بلکي د افغانستان پر ټول ورزش سوى دى.
د يادونې وړ ده، چي هوتک د ګڼ شمیر ملي سياليو ترڅنګ ددې لوبي يو شمیر نړيوالو لوبغاړو ته هم ماته ورکړې ده او ټاکل سوې وه، په نږدې ورځو کي په مسکو کي له روسي سيال سره لوبه کړي واى.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون