د کندهار پورلیسو د غلو دوې ډلي نیولي چي په ښار کي یې موټران غلا کول او بیا یې په نورو ولایتونو کي خرڅول

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي، د کندهار پورلیسو د غلو دوې ډلي یې نیولي چي په ښار کي یې موټران غلا کول او بیا یې په نورو ولایتونو کي خرڅول.

دی وایي، د یوې ډلي غلو سره یوه ښځه هم ورسره ده چي هغه به د نورو کسانو موټرونو ته د نامشروع کړنو په پلمه پورته کېدل او وروسته به یې نورو ملګرو د پولیسو د نوم څخه په استفاده موټران او پیسې له خکو څخه اخیستلې.

سمونوال ولي محمد عسکر زیاتوي چي د غلو بله څلور کسیزه ډله یې هم نیولې چی د ښار پر واټونو به یې موټرونو غلا کول چي ټول یې لس تنه دي.

هغه وايي، د دغه موټرونو غله د یوې میاشتي کشفي معلوماتو او د خلکو له همکارۍ ورسته نیول سوي دي.

له یادو غلو څخه نیول سوي موټرونه د امنیې قوماندانۍ له خوا خپلو مالکینو ته وسپارل سوه او هغوی هم د پولیسو څخه مننه وکړه.

په کندهار کي که څه هم په دې وروستیو کي لويي غلاوي کمي سوي خو له ډيره وخته وروسته د غلو یادي ډلي نیول کیږي او د موټرونو په غلا کي د یوې ښځي نیول کیدل هم نوې پېښه ده.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...