افغان او پاکستاني ځواکونو د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کي پر ډیورنډ کرښه تیره ورځ ماپښن ۲ بجې جګړه کړې

راپور

افغان امنيتي چاراکي وايي، چي په جګړه کي د اوښتو تلفاتو په اړه به وروسته معلومات د رسنیو په واک کي ور کړي.

ځايي مقامات وايي چي پاکستاني لوري غوښتل په سیمه کي پر ډیورنډ کرښه اغزن تار کش کړي چي افغان ځواکونو يې مخه ونیول.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو مطبوعاتي مرستیال تورن محمد صادق عیسی رسنیو ته وويل چي جګړه لاهم دوام لري او اضافه افغان ځواکونه د لمړۍ درجې چمتوالي په حال کي دي.

ده زیاته کړه ( پاکستاني لوري د اتل قول اوردو سره څو ځله تماسونه ونیول چي غواړي په سیمه کي د اغزن تار د کشولو کار عملي کړي چي اجازه ورنکړل سوه خو پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کي خپل کار شروع کړی وو چي تیره شپه سیمي ته سرحدي ځواکونه رسیدلي د قفه يې جګړه سوې او زموږ قواوو د چمتوالي په حال کې دي).

دی زیاته وي چي د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات ندي تر لاسه سوي.

بلي خواته ځايي اوسیدونکي وايي، چي د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کي ډیورنډ کرښي ته څېرمه پاکستاني ملېشه هم په زیات شمېر کي ځای پر ځای سوي.

په ورته وخت کي د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري تر یادي نښتې وروسته تیره ورځ  تر غرمې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک د دوستي دروازه هم د ترافیکو پر مخ تړل سوې.

د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند څارمن غورځنګ   وويل چي دروازه د پاکستاني لوري څخه د تګ راتګ پر مخ تړل سوې.

ده زیاته کړه چي ( پاکستاني لوري وايي چي موږ د افغان حکومت د مشرانو هوکړه له ځان سره لرو او اغزن سیم يې غځوی خو کار يې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه پيل کړی وو جګړه چي لاهم دوام لري د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستی په نوم د چمن – بولدک دروازه هم پاکستاني لوري د تګ راتګ پر مخ تړلې).

هره پر یاده دورازه تر ۳۰ زره زیات کسان تګ راتګ لري چي د ځايي اوسیدونکو په وینا بندیدل يې د ګڼو خلګو لپاره لويه ستونزه رامنځ ته کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...