د امریکا له دفاع وزارت یو خپور سوی راپور ښيي، واشنګټن په روان کال کي د ۵۵،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي وسایل پلورلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي یوازي سعودي عربستان او هند په روان کال کي له امریکا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د جنګي جیټ الوتکو او نورو تجهیزاتو د اخیستو قراردادونه لاسلیک کړل.
امریکا په نړۍ کي د وسلو د تولید او پلور تر ټولو مخکښ هیواد دی.
دغه هیواد له دې درکه هر کال میلیاردونه ډالره ګټي او د وسلو پلور او تولید پکښي مهمه صنعتي برخه ګڼل کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون