په غزني کي د ښونکي ورځ ولمانځل سول

راپور: خدیجه اشرفي

دتلي ۱۳ د ښونکي له ورځي سره برابره ده.

په غزني ولایت کي هم دښونکي له ورځي لمانځنه وسوه.

په دې غونډه کي چ دشمس العارفین په ښونځۍ کي نیول سوې وه پکښي د غزني والي وحیدالله کلیمزی، دغزني د پوهني ریاست مشر محب الله انصار، لسګونو ښونکو، دولایتي شورا غړي، د دولتي ادارو مسٔولین او لسګونو زده کونکو برخه اخیستې وه .

دغزنی والي وحیدالله کلیمزي په دې غونډه کي وویل چي ښونکی دی چي پر مټ یې ټولنه بریښي ، مونږ دښونکو لپاره ښارګوټی په نظر کي لرو چي ډير ژر به لاس په کار سو.

ورپسې د غزنی دپوهني ریس محب الله انصار هم خبرې وکړې ویې ویل چي ښونکي ته باید درناوی وسي او دا ښونکی دی چي نن مونږ په  دې ځایونو کي شتون لرو دا ددوی برکت دی.

نومړي یادونه وکړه چي دلیسانس ښونکوو لپاره به دوه دوه زره افغانۍ د دوی په معاش کي ور ډیري سي.

باید وویل سي چي د تلي ۱۳ مه هر کال په هیواد کي دښونکي دورځي په توګه لمانځنه کیږي .

خو روان کال د تلي ۱۳ مه دجمعې له ورځي سره برابره وه ځکه شنبه د تلي ۱۴ مه په ټول هیواد کي د ښونکي له ورځې نه لمانځنه وسوه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...